فارياب؛ په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سياليو اتلولي استقلال لوبډلې وګټله

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۹ - ۱۲:۲۱
فارياب؛ په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سياليو اتلولي استقلال لوبډلې وګټله

د تخار ولايت په پشتون کوټ ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ سیالۍ، چې یوه میاشتې وړاندې پیل شوې وې، پرون د استقلال لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسيدې.

د دې سیالیو د پای په مراسمو کې د ورزش د مسوولینو تر څنګ، د ولایتي مسؤولینو، ځوانانو او ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی و.

د سیالیو پایلوبه د استقلال او کاروان جابر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د ۴-۳ ګولونو په توپیر د استقلال لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

په دې ټورنمنټ کې محمد طاهر کوهي د لوبې غوره لوبغاړی، مجیب الله رحیمي د لوبې غوره ګول وهونکي او لعل محمد رحیمي د غوره ګول ساتونکي په توګه وپېژندل شول.

د يادونې وړ ده، چې په پای کې ګټونکو لوبډلو او غوره لوبغاړو ته د مسؤولینو له لوري ډالۍ هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د سنوکر ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۵۶
Background image

کابل ښار کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو استعداد موندنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په مرسته او د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د کابل ښار له مختلفو کلبونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په بېلابېلو وزنونو کې د ووشو استعداد موندنې. . .

BACK TO NEWS