په سمنګان ولایت کې د ووینام سیالۍ ترسره شوې
د سمنګان ولایت د ورزش امریت په همکارۍ د ووینام فدراسیون استازولۍ له لوري تېره ورځ د ۴۰ وزرشکارانو ترمنځ د دې رشتې په مرکزي کلب کې د ووینام سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د ځوانانو په سني کټګورۍ او بېلا بېلو وزنونو کې د پنځو کلبونو ورزشکارانو ګډون درلود چې د یوې ورځې لپاره سره ولوبېدل.
د یادو سیالیو په پای کې خالد بن ولید کلب د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، قهرمانان کلب دویم او ستاره رزم کلب درېیم مقان ترلاسه کړ.
