په بلخ ولایت کې د وزلوبې اونیزې سیالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۱۰:۸
په بلخ ولایت کې د وزلوبې اونیزې سیالۍ پيل شوې

د بلخ ولایت په مراز شریف ښار کې د ایشان امام په مالي ملاتړ د حاجي مقیم بای وزلوبې په میدان کې د ۴۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې اونیزې سیالۍ پیل شوې.

په دې سیالیو کې د بلخ ولایت د بدني رزونې او ورزش ریاست رئیس نورعالم بدر، د دې ولایت د وزلوبې فدراسیون مسوولینو، چاپندازانو، ورزشکارانو او د دې رشتې ګڼو مینه والو شتون درلود.

پهلوان صبور د رئیس عزیز په اس د لومړی پړاو ګټونکی شو، د رئیس عزیز له لوري ۲۰۰۰ دوه زره افغانۍ جایزه ورکړل شوه او اخري پړاو پهلوان ایوب خان د مرحوم رئیس اکبر په اس د حلال دایرې ته ورسوله، چې د یوې وزې مستحق وپېژندل شو.

ټاکل شوې دغه سیالۍ به د را روان ۱۴۰۳ کال د وري ترمیاشتې هر جمعه د مزار شریف ښار په حاجي مقیم بای میدان کې ترسره کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۸
Background image

کندز کې د فوټبال الف ليگ پيل شو

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د فوټبال ملي فدراسیون په ګډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليګ پيل شو.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د مهين م.درسې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايله کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۳:۱۷
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۴۰ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

BACK TO NEWS