پکتیکا؛ په مرکز ښرنه کې د څلور الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په مرسته د فوټبال فدراسیون له لوري د څلور الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو د پیل لوبه د سرې کلا او کيشوالو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د ۱-۰ په توپیر د سرې کلا لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
په دغو سیالیو کې د سرې کلا، کشیوال، مدد خېل الف او شرنه الف لوبډلې شاملې دي.
یادې سیالۍ، چې اته ورځې به دوام وکړي موخه یې ځوانانو ته سالمه تفریخ برابرول دي.
