د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته په اتو ويکټو ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ کرکټ ٥٠ اوريز نړيوال جام سياليو کې په خپله پنځمه لوبه کې د پاکستان لوبډلې ته د اتو ويکټو په توپیر ماتې ورکړه.
د پاکستان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه وکړه چې په ټاکلو ٥٠ اورونو کې يې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان د ٢٨٣ منډو هدف ورکړ.
په مقابل کې د افغانستان ملي لوبډلې ورکړل شوى هدف د لوبې د ٤٩ اور په وروستي بال پوره کړ او پاکستان ته يې اتو ويکټو په توپیر ماتې ورکړه.
د افغانستان لپاره په توپوهنه کې رحمن الله ګربز ٦٥ ابراهیم ځدراڼ ٨٧ رحمت شاه زرمتي ٧٧ ناسوځېدلې او کپتان حشمت الله شهيدي ٤٨ ناسوځېدلې منډې وکړې.
همداراز د افغانستان لپاره بيا په توپوهنه کې نور احمد لکڼوال درې نوين الحق دوه محمدنبي او عظمت الله عمرزي يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
