هلمند؛ د ورزشي رشتو روزونکو او ورزشي مسوولینو ته روزنیز سیمینار ورکړل شو
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د زده کړو امریت له لوري په هلمند ولایت کې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش ادارې کارکوونکو او بېلابېلو ورزشي رشتو روزونکو ته په ورزشي بنسټونو کې د پلان جوړونې مدیریت، لومړنۍ مرستې، د ورزش زیانپوهنې، ورزشي باراز موندنې، ورزش د اسلام په رڼا کې او د دیني علومو ظرفیت لوړلو په برخو کې روزنیز سیمینار ورکړل شو.
په دې سیمنار کې د هلمند ولایت د ورزشي رشتو ۳۶تنو روزونکو برخه لرله.
یاد سیمنار چې درې ورځې یې دوام وکړ د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د بېلابېلو برخو استادانو له لوري په پورته ذکر شویو برخو کې ورته زده کړې ورکړل شوې.
د دې سیمینار موخه د ولایتونو په کچه د بېلابېلو ورزشي رشتو روزونکو او ورزشي مسوولینو د ظرفیت لوړول دي.
ټاکل شوی دغه پلاوی به نیمروز، فراه، هرات، غور او بادغیس ولایتونو ته هم سفر وکړي.
