لوګر؛ جوانان لوبډلې د برکي برک ولسوالۍ د فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلولي وګټله
د لوګر ولایت د بدنې روزنې او سپورټ امریت له لوري د دې ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلولي جوانان لوبډلې وګټله.
د دې سیالیو د پای به لوبه کې جوانان لوبډلې شاهین لوبډلې ته ۱-۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.
د یادو سیالیو په پای کې وحیدالله باختري غوره لوبغاړی، عبدالصمد نیازی غوره ګول وهونکی، شهاب الدین غوره ګول ساتونکی ونومول شول.
