د سوک وهنې نړيوال سازمان (IGC) څوارلسم پړاو سیالۍ وشوې
په پلازمینه کابل کې له هرات ولایت سره د خواخوږۍ په موخه د پنځو ولایتونو د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې نړيوال سازمان (IGC) څوارلسم پړاو سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ، چې یوه ورځ يې دوام وکړ، د پیل په مراسمو کې يې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، د المپیک ملي کمېټې اجرائيه رئيس داد محمد پاينده اختري او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی وو.
د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق وویل: د ورزش اداره د ورزشکارانو په خدمت کې ده او موږ په هر وخت او ځای کې د ورزشکارانو په خدمت کې یوو.
هغه یوځل بیا ورزشکارانو ته ډاډ ورکړ، چې هڅه کوي، د نخبه ورزشکارانو د موندولو په موخه پر مرکز سربېره په ولایتونو او ولسوالیو کې هم ورزشي پروګرامونه جوړ کړي.
یادې سیالۍ د غزني، ننګرهار، پکتیا، لوګر او کابل ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ په جوړه يي ډول ترسره شوې، چې موخه يې د هرات ولایت له زلزله ځپلو سره خواخوږي او غمرازي وه.
