کابل؛ د ځوانانو کټګورۍ د سوک وهنې نتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ پای ته ورسېدې
په پلازمېنه کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست سوک وهنې ملي فدراسیون په تمریناتي ځای کې د ځوانانو کټګورۍ د سوک وهنې منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ، چې شپږ ورځې وړاندې د کابل ښار د سوک وهنې کلبونو د ۱۹۹ ورزشکارانو ترمنځ پیل شوې وې، پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د بدني ورزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي رئیس عبدالمومین راد، ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د مشورتي بورډ غړو، د سوک وهنې ملي فدراسیون مسوولینو او ګڼ شمېر ورزشکارانو برخه لرله.
دغه سیالۍ، چې د سوک وهنې ځوانانو کټګورۍ منتخبې لوبډلې په موخه ترسره شوې له ۴۸څخه تر مثبت ۹۲ کیلو وزن کې ورزشکاران پکې لوبېدل.
د یادو سیالیو په ترڅ کې ۲۶ تنه غوره ورزشکاران د کابل ښار ۱۴۰۲ کال منتخبې لوبډلې ته غوره شول.
په پای کې لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه هم ورکړل شول.
