افغان فوټسال ملي لوبډله د تاریخي بریا په درشل کې ده
افغان فوټسال ملي لوبډله د اسیا جام په مقدماتي سیالیو کې، چې د سعودي عربستان په دمام ښار کې ترسره کیږي، د څلور نمرو په درلودلو سره د تاریخي بریا په درشل کې ده.
فوټسال ملي لوبډلې په یادو سیالیو کې لومړنۍ لوبه له سعودي عربستان سره د دمام ښار په ګرین هال جمنازیوم کې وکړه، چې د ۳/۲ ګولونو په توپیر یې یاده لوبه وګټله.
په لومړنۍ لوبه کې د افغانستان له خوا دوه ګوله اکبر کاظمي او یو ګول سید حسین مسوي ترسره کړ.
د نوموړیو سیالیو دویمه لوبه پرون له اندونیزیا سره، چې د فوټسال له پیاوړیو لوبډلو څخه شمېرل کیږي، وشوه. د اندونیزیا لوبډله د اسیا په درجه بندي کې شپږم ځای لري او د خپلې لوبډلې په تشکیل کې یې د نړۍ له مختلفو هیوادونو څخه پیاوړي لوبغاړي پېرلي دي.
افغان فوټسال ملي لوبډلې یاده لوبه د ۷/۷ ګولونو په ترسره کولو سره مساوي پای ته ورسوله. له افغانستان څخه په نوموړې سیالي کې علي امیر او رضا حسین پور دوه ـ دوه ګولونو ترسره کړل.
د فوټسال ملي لوبډلې درېیمه سیالي سبا (چهارشنبه) د افغانستان په وخت ۵:۳۰ بجې له ماکائو سره ترسره کیږي. که افغانستان خپله درېیمه سیالي وګټي؛ نو د فوټسال په تاریخ کې به د لومړي ځل لپاره د اسیا جام سیالیو ته لار پیدا کړي، چې یوه ستره لاسته راوړنه او لویه کارنامه ده.
د اسیا جام مقدماتي سیالۍ د سعودي عربستان په کوربتوب پیل شوي دي، چې افغانستان د یادو سیالیو په B ګروپ کې له سعودي عربستان، اندونیزیا او ماکائو سره سیالۍ ترسره کوي او کړي دي.
د افغانستان د فوټسال لوبډلې وروستیو لاسته راوړنو او پیاوړتیا ته په کتو د فوټسال مسولین وایي، چې افغانستان به په راتلونکې او وروستۍ لوبه کې ماکائو ته ماتې ورکړي او د اسیا جام سیالیو ته به لار ومومي.
باید یادونه وکړو، چې یادې سیالۍ له ملي سپورټ څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.
