کندز؛ په چهاردره ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او فوټبال فدراسیون له لوري په چهار دره ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلې ترمنځ د فوټبال سیالیو اتلولي وحدت ځوانانو لوبډلې خپله کړه.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې وحدت ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې سجانيو لوبډلې ته د ۲-۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
