میدان وردګ؛ په مرکز کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۲ - ۹:۵۵
میدان وردګ؛ په مرکز کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند پهلوانۍ فدراسیون له لوري د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د یاد ولایت په کچه د منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې دوې ورځې یې دوام وکړ، د دوو سني کټګوریو ځوانانو او لویانو په مختلفو وزنونو کې ترسره شوې، په پایله کې په مختلفو وزنونو کې د یاد ولایت په کچه د پهلوانۍ سیالیو لپاره ۴۰ کسیزه منتخبه لوبډله وټاکل شوه، چې په راتلونکې کې به د یاد ولایت په کچه په ملي او ولایتي سیالیو کې د نوموړي ولایت په استازولۍ سیالۍ ترسره کړي.

هېره دې نه وي چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته د ورزشي مسوولینو له لوري مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۳:۱۷
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۴۰ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۳:۱۵
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۲۵ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۲۱
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په فلعه زال ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قاري خبیب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS