ميدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پای ته ورسیدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۹:۲۷
ميدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پای ته ورسیدې

د ميدان وردګو ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت د واليبال فدراسيون استازولۍ او چک ولسوالۍ د ورزشي کمېټې په همغږۍ د ملي سوداګر حاجي محمد قسيم پوپل په مالي ملاتړ د نوموړي ولايت په کچه د چک ولسوالۍ عربانو درې په سرياب سيمه کې د ۳۶ غوره لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د تنګي سټار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د دغو سياليو د پای لوبی په‌ مراسمو د ياد ولايت ورزشي مسوولينو، امنيتي چارواکو، ورزشکارانو او د ورزش سلګونو مينوالو ګډون کړی و.

د پای لوبه د تنګې سټار لوبډلې او وردګ زلمې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې تنګې سټار لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۳-۱ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

لومړی مقام ته د حاجي صاحب محمد قسیم پوپل له طرف ۵۰۰۰۰ زره افغانۍ دوهم مقام ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ او شپږ سیټه موبایلونه او دریم مقام ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

دغه راز د لوبو د میلمه مینوال حاجي عبدالرحیم خالد له طرفه اول مقام ته ۳۰۰۰۰ دیرش زره افغانۍ دوهم مقام ته ۲۰۰۰۰ شل زره افغانۍ، د جلریز ټیم ته هم ۱۰۰۰۰ لس زره افغانۍ، غوره لوبغاړی او غوره پاسټر ته هم ته ۵۰۰۰ پنځه زره افغانۍ ورکړل شوې.

د يادونې وړ ده چې د دغو سياليو موخه ورزش ته وده ورکول او لری پرتو سیمو ته ورزش رسول او د لوبغاړو تر منځ مینه محبت اویادې سیمې ته د مسؤلینو پام اړول و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۳
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS