کاپیسا؛ دره غوث لوبډلې د نجراب ولسوالۍ والیبال سیالیو اتلولي وګټله
د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او والیبال فدراسیون له لوري د دې ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې درې ورځې وړاندې پیل شوې وې، د دره غوث لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو پای لوبه کې دره غوث لوبډلې جوانان دره غوث لوبډلې ۱/۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
په پای کې ګټونکې لوبډلې او غوره ورزشکارانو ته ډالۍ ورکړل شوې.
