په ننګرهار کې د لسو الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او فوټبال فدراسیون له لوري د لسو الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.
دغه سیالۍ چې موخه یې د یاد ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالیو ته لار پیدا کول وو، لومړۍ لوبه یې د ازادۍ کلب او سبا ځوانانو لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې ازادۍ کلب لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته په یوه ګول ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
د یادونې وړ ده چې یادې سیالۍ به په ګروپي شکل ترسر شي او یوه میاشت به دوام وکړي.
