هلمند؛ په ګرمسېر ولسوالۍ کې د والیبال ناک اوټ جام سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال ناک اوټ سیالۍ پیل شوې، چې په لومړنۍ لوبه کې شاهین لوبډلې عمرزیو لوبډلې ته ۳-۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه.
دغه سیالۍ چې، موخه يې د ځوانانو ترمنځ اتحاد دی، د هراز جفت په مرکزي لوبغالي کې ترسره کیږي او یوه اوونۍ به دوام وکړي.
په یادو سیالیو کې شاهین، عمرزی الف، اتحاد، لوی درویشان، هزارجفت الف، عمرزی بي، هزار جفت بي او احسان لوبډلې برخه لري.
