میدان وردګ؛ د مرکز میدان ښار د والیبال سیالیو اتلولي حاجي فولاد لوبډلې خپله کړه
د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالیو اتلولي حاجي فولاد لوبډلې خپله کړه.
د دغو سیالیو پایلوبې ته حاجي فولاد او فامیلیو لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې حاجي فولاد لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادونې وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د یووالي رامنځته کول وو.
