د افغانســــــــتان د تکواندو، ووشو او جودو ملي لوبډلې په اسيايي سياليو کې د ګډون لپاره د چين هانګ جو ښار ته روانې شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۴:۵۴
د افغانســــــــتان د تکواندو، ووشو او جودو ملي لوبډلې په اسيايي سياليو کې د ګډون لپاره د چين هانګ جو ښار ته روانې شوې

د افغانســــــــتان د تکواندو، ووشو او جودو ملي لوبډلو د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس له مولوي احمد الله وثيق او د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست له فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان سره تر ليدنې او مخې ښې وروسته په اسيايي سياليو کې د ګډون او لوبېدو په موخه د چين هانګ جو ښار ته سفر وکړ.

د چين هېواد په کوربتوب په اسيايي سياليو کې به د تکواندو په پنځو وزنونو کې پنځه ورزشکاران يو روزونکى او پلاوى ګډون وکړي.

په دغو ورزشکارانو کې په ٤٨، ٥٨، ٦٣، ٨٠ او مثبت ٨٠ کيلو وزن کې محسن رضايي، بېژن صدر زاده، حکمت الله زين، اميد سهاک او علي اکبر اميري برخه لري.

همداراز په دغو سياليو کې د ګډون لپاره د جودو ملي لوبډلې دوه ورزشکارانو هم دې هېواد ته روان شول، په دغو ورزشکارانو کې په ٦٠ کيلو وزن کې کمال الدين او په ٩٠ کيلو وزن کې فيصل شامل دي.

د دې ترڅنګ د ووشو ملي لوبډلې هم څلور لوبغاړو د چين سياليو کې د لوبېدو لپاره چين ته روان شول، په دغو ورزشکارانو کې په ٥٦ کيلو وزن کې محمد کريم فقيري، ٦٥ کيلو وزن کې مجيد رسولي، ٧٠ کيلو وزن کې محمد خالد هوتک او په ٧٥ کيلو وزن کې نصرت الله حبيبي شامل دي.

ټاکل شوې د چين هېواد په کوربتوب به اسیايي المپيکي سيالۍ د سپټمبر میاشتې پر ۲۳ مه نېټه پيل شي، چې له افغانستان څخه هم په دې سياليو کې د ۱۷ ورزشي رشتو تر سلو زيات ورزشکاران ګډون کوي.

له افغانستان څخه تر دې مهاله په دې سياليو کې د واليبال تکواندو، ووشو او جودو لوبډلو چين هېواد ته سفر کړى دى.

د معلوماتو له مخې په دغو سياليو کې به د ٤٥ هېوادونو د بېلابېلو ورزشي رشتو ورزشکارانو له يو بل سره ولوبيږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS