بامیان؛ د پنځو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۱۲:۴۳
بامیان؛ د پنځو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې

په بامیان ولایت کې د ووشو فدارسیون، ورزش امریت او اطلس لوبغالي په ګډه همکارۍ د پنځو ولایتونو د ۷۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو د ساندوانګ برخې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ ترسره شوې، له پلازمېنې کابل څخه ۱۸ تنو ورزشکارانو، له بامیان څخه ۳۰ تنو، له میدان ورګ څخه ۱۱ تنو، له غور څخه ۶ او له غزني څخه پنځو تنو پکې برخه اخیستې وه.

د سیالیو په پایله کې کابل لومړی مقام، بامیان دویم او غور ولایت درېیم مقام ترلاسه کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۷:۵۳
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل کې ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه کې د ظرفیت لوړولو ښوونيز سيمينار پای ته ورسېده

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د موی تای ملي فدراسیون له لوري د المپيک ملي کمېټې د غونډو پت تالار کې له مرکز او ولايتونو څخه ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۳۴
Background image

هلمند کې د ۱۴لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې زلمي ځوانانو لوبډلې د یو پر. . .

BACK TO NEWS