د فوټبال ملي لوبډلې په یوه دوستانه سیالي کې له فلیپین څخه ماتې وخوړه
د هېواد د ملي لوبډلې له فلیپین هېواد څخه نن په یوه دوستانه سیالي کې د ۲-۱ ګولونو په توپیر ماتې وخوړه.
دغه سیالي نن له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې د فلیپین د پلازمېنې مانیلا ښار اړوند په رزال لوبغالي کې ترسره شوه
تر دې وړاندې افغانستان د ۲۰۱۴ زیږدیز کال د آسیا چلنج کلپ په سیالیو کې له فلیپین سره مخ شو، د هغه وخت په سیالي کې د دواړو هېوادونو لوبډلو کوم ګول ونه واهه او سیالي یې مساوي پای ته رسېدلې وه.
