هلمند؛ په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې
د هلمند ولایت د بدنې روزنې او ورزش امریت او فوټبال فدراسیون په همکارۍ ګرمسېر ولسوالۍ کې ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ناک اوټ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د هیواد او لمر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې هیواد لوبډلې خپلې سیالې لوبدلې ته د ۸-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دغه سیالۍ چې ۱۳ ورځې به دوام وکړي، موخه یې ورزش ته د ځوانانو هڅول یاد شوي دي.
