پکتیکا؛ مرکز علي بابا لېسه کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو دودیزې سیالۍ وشوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د دودیزو لوبو مدیریت او پکتیکا ولایت د ښوونکو د اتحادیي له لوري د مرکز ښرنې عالي بابا لېسې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
یادې سیالۍ د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په درېیو کټګوریو کې ترسره شوې او ۴۵ ورزشکارانو پکې برخه اخیستې وه، چې پایله کې د دولسم الف ټولګي په بریا پای ته ورسېدې.
هېره دې نه وي چې په پای کې د یاد ولایت د ورزشي امریت له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې او دیادو لوبو موخه د دودیزو لوبو راژوندي کول و.
