پکتیکا؛ په سروبي ولسوالۍ کې د «سټار» په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د ګوهر لوبډلې وګټلې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۰:۱۴
پکتیکا؛ په سروبي ولسوالۍ کې د «سټار» په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د ګوهر لوبډلې وګټلې

د پکتیکا ولایت د ورزش امریت، ټېپ بال فدراسیون او د سروبي ولسوالۍ د ځوانانو په ګډه همغږۍ د ۳۵لوبډلو ترمنځ د «سټار» په نوم د ټېپ بال کرکټ ټورنمنټ د ګوهر لوبډلې په بریا پای ته ورسېد.

د دغو سیالیو پایلوبې ته د ګوهر او عالم لوبډلې لار وموندله، چې د ګوهر لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۱۴ اورونو کې یې ۱۳۵ مڼدې وکړې، په مقابل کې عالم لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نکړ.

په پای کې ګټونګې لوبډلې ته یو عراده موټر سایکل په جایزه کې ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۷:۵۳
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل کې ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه کې د ظرفیت لوړولو ښوونيز سيمينار پای ته ورسېده

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د موی تای ملي فدراسیون له لوري د المپيک ملي کمېټې د غونډو پت تالار کې له مرکز او ولايتونو څخه ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۳۴
Background image

هلمند کې د ۱۴لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې زلمي ځوانانو لوبډلې د یو پر. . .

BACK TO NEWS