د کندز او تخار ولایتونو د فوټبال لوبډلو ترمنځ دوستانه لوبه وشوه
د کندز ولایت د ورزش ریاست او فوټبال فدراسیون په ګډه همغږۍ د دې ولایت په ورزشي لوبغالي کې د کندز پیروزي او تخار ولایت شیوه لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه لوبه وشوه.
د دغې سیالۍ په پایله کې د کندز پیروزي لوبدلې د ۲-۱ ګولونو په توپیر خپل سیال ته ماتې ورکړه او لوبه یې په خپل نوم کړه.
