پکتيا؛ په احمد ابا ولسوالۍ کې د فوټبال ليګ سیالۍ د غورځنګ اتلانو لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۸:۵۷
پکتيا؛ په احمد ابا ولسوالۍ کې د فوټبال ليګ سیالۍ د غورځنګ اتلانو لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ ریاست په همغږۍ د دې ولایت د فوټبال فدراسیون له لوري په احمد ابا ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ، د فوټبال د پیل شوي لیګ سیالۍ د غورځنګ اتلانو لوبډلې په بريا پای ته ورسیدې.

د دې سياليو پایلوبه د غورځنګ اتلانو او عیسی اتلانو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د ۲-۱ ګولونو په توپیر د غورځنګ اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.

د یاد لیګ موخه په ولسوالیو کې د فوټبال وده او پرمختګ و او دوه میاشتې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې ګټونکې لوبډلې ته یو عراده موټرسایکل د ډالۍ په توګه ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS