د هیواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د المپیک ملي کمېټې له اجرائيه بورډ سره ناسته وکړه
د هیواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د المپیک ملي کمېټې له اجرائیه بورډ سره ناسته ترسره کړه او پر اړوندو موضوعګانو یې ورسره بحث وکړ. په دې ناسته کې د المپیک ملي کمېټې معاون او د اجرائیه بورډ غړی باور هوتک، د المپیک ملي کمېټې اجرئیه رئیس داد محمد پاینده اختري، د اجرائیه بورډ غړی ډاکټر نجیب الله سکندر او د بورډ نور غړي شامل وو.
د غونډې پیل د قرانکریم په مبارکو ایتونو سره وشو.ورپسې ګډونوالو خپل ځانونه په لنډ ډول عمومي رئیس ته معرفي کړل.
په دې ناسته کې لومړی بحث د المپیک ملي کمېټې پر بهرنیو اړیکو او اوسني حالت وشو. ښاغلي مولوي احمد الله وثیق ټینګار وکړ، چې باید د المپیک ملي کمېټې بهرنۍ اړیکې نورې هم پیاوړې شي او له نړیوالو ادارو سره مستقیماً حضوري مجالس برابر شي، ترڅو پراته خنډونه ختم شي.
په جلسه کې پر دې هم بحث وشو، چې څه ډول وکولی شو، د المپیک ملي کمېټې عایدات زیاتو کړو؟ توافق پر دې وشو، چې باید کوښښ وشي، چې یاده اداره له مصرفاتي هغې عایداتي ته واړول شي او مالي امکانات یې ډېر شي. همدارنګه د یادې ادارې لپاره پر مارکېټنګ هم بحث وشو او تصمیم ونیول شو، چې د مارکېټنک برخې ته هم باید بشپړه توجه وشي.
په ناسته کې په اسیایي المپیکي لوبو کې د افغان ورزشکارانو پر ګډون هم بحث وشو، تر ارزونې وروسته پرېکړه وشو، چې د افغان ورزشکارانو هر اړخیز تمویل پکار دی او په یاده برخه کې کوښښ وشي، چې د وسایلو، تجهیز او اماده ګي په برخه کې څه کمی رامنځته نه شي.
ناسته ستر رب ته د لاسونه په لپه کولو سره پای ته ورسېده.
