په کابل کې د جوجیتسو پنځم پړاو ټاکنیزې سیالۍ د کابل په لومړي مقام ګټلو سره پای ته ورسېدې
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د جوجیتسو ملي فدراسیون ټاکنیزې سیالۍ، چې له یوولس ولایتونو څخه پکې ۲۵۰ ورزشکارانو ګډون کړی، د کابل په لومړي مقام ګټلو سره پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست مالي او اداري رییس مولوي عبدالناصر هاشمي د یاد ریاست فني او مسلکي رئیس عبدالمومین راد، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس اتل مشواڼي، د سیالیو د دایرولو امر عزیز ملنګ، د جوجیتسو فدراسیون مسوولینو، ورزشکارانو او د ورزش مینوالو ګډون کړی و.
د دغو سیالیو په پایله کې د هیواد د ملي لوبډلې لپاره د دوو کټګوریو (ځوانانو او لویانو) د دوو سبکونو( ني وازا او فول کانټک) په برخه کې ۶۶ غوره او بهترین ورزشکاران وټاکل شول، چې په راتلونکي کې به د هیواد په کچه په ملي او نړیوالو سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ لوبې ترسره کوي.
هېره دې نه وي، چې د دغو سیالیو په پای کې کابل لومړی، فاریاب دویم او هرات درېیم مقام ترلاسه کړ او همداراز غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
