کندز؛ په چهار دره ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ پيل شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست، فوټبال فدراسيون او چهاردرې ولسوالۍ د ورزشي مسوولینو له لوري د١٠ لوبډلو ترمنځ د خپلواکۍ د دویمې کالیزې نمانځلو په مناسبت د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو، چې د جمعیت لېسې په ورزشي لوبغالي کې ترسره کېږي، د پیل لوبه د سجاني او عین المجر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې سجاني لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱/صفر ګول په توپیر ماتې ورکړه او لومړنۍ بریا یې خپله کړه.
