د کابل زون په کچه د غوره پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ پیل شوې
د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست په منظورۍ او د هیواد د پهلوانۍ ملي فدراسیون له مهالوېش سره سم، د کابل زون په کچه د ۳۰۰ غوره پهلوانانو ترمنځ د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د پهلوانۍ سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران، د المپیک ملي کمېټې اجرایه رئیس دادمحمد پاینده اختري، د یاد ریاست رئیسانو، امرینو او د ورزش سلګونو مینوالو ګډون کړی و.
د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ د ځوانانو او لویانو کټګوریو په مختلفو وزنونو کې ترسره کېږي او درې ورځې به دوام وکړي
