په جوزجان کې د فریزبي لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې
د جوزجان ولایت د سپورت امریت له لوري د څلورو لوبډلو ترمنځ د فریزبي لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې.
په دې سیالیو کې د خواجه دوکوه ولسوالۍ د پامیر کلب، وحدت کلب، البرز کلب او عطا بای کلب لوبډلو یو ه ورځ په ګډه سیالۍ وکړې.
ددې سياليو په پاى کې د خواجه دوکوه ولسوالۍ د پامير کلپ او عطا باى کلپ دوه ټيمونه د دغه ټورنمنټ پايلوبې ته ورسېدل، چې په پایله کې عطا بای لوبډلې پایلوبه د ۱۱/۲۵ نمرو په توپیر وګټله.
د غونډې په پای کې ګټونکو لوبډلو او غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او ډالۍ ورکړل شوې.
