هدایت لوبډلې د بغلان د فوټبال الف لیګ سیالیو اتلولي وګټله

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۹:۵۹
هدایت لوبډلې د بغلان د فوټبال الف لیګ سیالیو اتلولي وګټله

د بغلان ولایت د فوټبال الف لیګ سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې د بغلان فوټبال فدراسیون له لوري د ۲۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د هدایت لوبډلې په اتولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ، چې د بغلان زاړه ښار په جمنازیوم کې ترسره شوې وې، د پایلوبې لیدو ته یې د بغلان د ورزش ادارې او فوټبال فدراسیون مسؤولین، استادان، ورزشکاران او ګڼ شمېر لیدونکي ورغلي وو.

د سیالیو پایلوبه د هدایت او یووالي لوبډلو ترمنځ وه چې هدایت لوبډلې د ۱-۵ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په پای کې د ورزش ادارې له لوري مخکښو لوبډ‌لو او پیاوړیو ورزشکارانو ته ډالۍ او کپونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۷
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د زيړوک ولسوالۍ په ورژاڼه سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د نواز گل ځدراڼ لوبډلې په. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړی لوبه کې مومن خیلو لوبډلې د ٢ پر. . .

BACK TO NEWS