په جوزجان کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د WTF تکواندو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۱:۱۳
په جوزجان کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د WTF تکواندو سیالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولایت د ورزش آمریت او د جوزجان د تکواندو فدراسیون د استازولۍ له لوري په ناصري ورزشي کلب کې د اوو کلبونو د ۴۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې.

په دې سياليو کې د خواجه دوکوه، آقچې، فيض اباد، خانقاه ولسوالیو او د مرکز د اوو کلبونو ورزشکارانو د تنکيو ځوانانو، ځوانانو او د وزن په بېلابېلو کټګوريو کې برخه اخيستې وه او یوه ورځ يې په ګډه سيالۍ وکړې.

په پای کې د آقچې ولسوالۍ د زاهد تکواندو کلب لومړی، د مرکز ناصري تکواندو کلب دویم او د خواجه دوکوه د عطا بای کلب درېیم مقام خپل کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکوکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو،ځوانانو اولویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS