د هاکي ۱۰ کسیزې ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو کې د ګډون او لوبېدو په موخه عمان ته سفر وکړ
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د هاکي ملي فدراسیون ۱۰ کسېزې ملي لوبډلې په آسیایي سیالیو کې د ګډون او لوبېدو په موخه د یاد ریاست د ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني سره تر خدای پامانۍ وروسته عمان هیواد ته سفر وکړ.
دغه سیالۍ چې په عمان هیواد کې ترسره کېږي، افغان لوبډله به خپله لومړنۍ لوبه سبا له قزاقستان سره ترسره کړي، تمه ده چې په دغو سیالیو کې به افغانستان په خپل ګروپ کې له قزاقستان، هانګ کانګ، ایران او اندونیزیا سره سیالۍ ترسره کړي.
