ميدان وردګ؛ په سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پای ته ورسیدې
د میدان وردګ د بدني روزنې او سپورت آمریت او سیدآباد والسوالۍ د ورزشي کمېټې په همغږي د شیخ آباد په زرني کلي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال درې ورځنۍ دوستانه سیالۍ د روح الله لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د سياليو پایلوبه د روح الله او هاشم خیلو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې د ۳-۱ ميدانونو په توپیر سره روح الله لوبډلې وګټله.
په پای کې لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته یو بایسکېل د ډالۍ په توګه ورکړل شو.
