پکتیکا؛ د مرکز ښرنې اړوند په خواجه خېلو سیمه کې د خپلواکۍ ۱۰۴کالیزې په ویاړ د والیبال سیالۍ د یاران لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د ورزش امریت له لوري د مرکز ښرنې اړوند په خواجه خېلو سیمې د ځوانانو له لوري د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۴ کالیزې په مناسبت د والبیال سالي، چې اووه ورځې وړاندې پیل شوې وې، د یاران لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې، چې پر مرکز ښرنې سربېره د غزني او پکتیا لوبډلو په ګډون ۲۷ لوبډلو برخه لرله، پایلوبې ته یې د یاران او زاولو لوبډلو لار وموندله، چې یاران لوبډلې خپل سیال ته د ۲-۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري د لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته کپ او جایزې هم ورکړل شوې.
