د بادغیس ولایت په بوم درې ولسوالۍ کې د رستمي غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې
په بادغیس ولایت کې د پهلواني فدراسیون استازولۍ د دې ولایت له ورزش امریت سره په همکارۍ د دې رشتې د ۸۲ ورزشکارانو ترمنځ تېره ورځ په بوم درې ولسوالۍ کې د غېږنیونې سیالۍ ترسره کړلې.
په دغو سیالیو کې ګډون کوونکي ورزشکارانو د ځوانانو په کټګورۍ کې په بېلابېلو وزنونو کې سره ولوبېدل.
د دغو سیالیو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او په بوم درې ولسوالۍ کې د دې ورزشي رشتې منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي
په پای کې شپږ تنه غوره ورزشکاران د بادغیس ولایت د بوم درې ولسوالۍ د پهلواني منتخبې لوبډلې ته غوره شول.
