دایکندي؛ د استقلال کیسو لوبډلې د کیتي ولسوالۍ د والیبال ټورنمنټ اتلولي وګټله

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱ - ۱۰:۱۲
دایکندي؛ د استقلال کیسو لوبډلې د کیتي ولسوالۍ د والیبال ټورنمنټ اتلولي وګټله

د دایکندي ولایت د کیسو ولسوالۍ اړوند په تمران سیمه کې د کیسو، کیتي او تمران سیمو د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال ټورنمنټ د استقلال کیسو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.

په دې سياليو کې د جوانان شنیه، میهن سازان کیسو، استقلال کیسو، سلیمان تمران، شهید مطهري، صحرا مزار، جوانان لروج او آلوچه لوبډ‌لو برخه اخیستې وه او درې ورځې یې دوام وکړ.

د ټورنمنټ پای لوبه د استقلال کیسو او د شینې ځوانانو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په نتیجه کې د استقلال کیسو لوبډلې د ۰-۳ میدانونو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دغه سيالۍ د دايکنډي ولايت د بدني روزنې او سپورت امریت له لوري د ورزش د ودې او پراختيا او ورزش ته د ځوانانو د هڅونې په موخه ترسره شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS