زابل؛ په اطغر ولسوالۍ کې د محلي غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱ - ۱۰:۰
زابل؛ په اطغر ولسوالۍ کې د محلي غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په لارښوونه په اطغر ولسوالۍ کې د ۹۰ غېږنیونکو ترمنځ د محلي غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د زابل ولایت د اطغر ولسوالۍ د محلي غېږنیونې د پهلوانانو ترڅنګ د کندهار د معروف ولسوالۍ غېږ نیونکو هم ګډون کړی و.

هېره دې نه وي چې دغو سیالیو درې ورځې دوام وکړ او په پایله کې د اطغر ولسوالۍ غېږنیونکو لومړی مقام ترلاسه کړ.

باید یادونه وشي چې د دغو دودیزو او محلي سیالیو موخه له انګریزانو څخه د خپلواګۍ د ۱۰۴ کالیزې نمانځل و.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS