پنجشېر؛ د فوټبال "اخوت جام" سيالۍ د بريال خوست لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې
د پنجشېر ولایت په کوربتوب د فوټبال "اخوت جام" سيالۍ، چې اته ورځې وړاندې د اتو ولايتونو د اتو لوبډلو په ګډون پيل شوې د بريال خوست لوبدلې په بريا پاى ته ورسېدې.
د دغو سياليو د پاى په مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر، د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست پخواني رئیس انجنير نظرمحمد مطمئن، ورزشي مشاور او د رزمي ورزشونو فدراسیون رئیس قاري حيات الله رحماني، د مشورتي بورډ غړو، د پنجشېر د ورزش مسوولینو، د پنجشېر ولایت حکومتي چارواکو، د ولايتونو استازو، ورزشکارانو او د فوټبال په سلګونو مينوالو شتون درلود.
د فوټبال "اخوت جام" سياليو پايلوبې ته د صرافان هرات او بريال خوست لوبډلو لار وموندله، چې د دې دواړو لوبډلو لوبه د " ١-٠" ګولونو په توپیر د بريال خوست لوبډلې په اتلولي پاى ته ورسېده.
د دغو سياليو په پايله کې صرافان هرات لوبډلې دويم، خانزاده کندهار درېيم او اتفاق بلخ څلورم مقام خپل کړ.
په دې سيالۍ کې د بريال خوست لوبغاړو عمران د غوره لوبغاړي او سميع الله د غوره ګول ساتونکي جايزې ترلاسه کړې.
د فوټبال" اخوت جام" سیالیو، چې اته ورځې يې دوام وکړ د متحد افغان کابل، صرافان هرات، جوانان اميد غزنه، خانزاده کندهار، اتحاد پنجشېر، اتحاد پروان، بريال خوست او اتفاق بلخ لوبډلې پکې ولوبېدلې.
په پاى کې د ورزش ادارې رهبري له لوري د لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته کپ، مډالونه، ستاینلیکونه او ورزشي ډالۍ هم ورکړل شوې.
