کونړ؛ په مروري ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ اتم پړاو ليګ سيالۍ د ډېنجر اتلانو لوبډلې په اتلولي پاى ته ورسېدې
د کونړ ولايت د ورزش امريت په مالي ملاتړ د دې ولايت په مروري ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټېپ بال سيالۍ چې يوه مياشت يې دوام وکړ د ډينجر اتلانو لوبډلې په بریا پاى ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبې ته د ډينجر اتلانو او ينګ سټار لوبډلو لار وموندله، چې د ډينجر اتلانو لوبډلې په ټاکلو دوولس اورونو کې د شپږ ويکټو په زيان سره ١٣٨منډې وکړې.
په مقابل کې د ينګي سټار لوبډلې په يوولسو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٠٣منډې وکړې او لوبه يې د ٣٥منډو په توپیر وبايلله.
په پای کې د کونړ ورزشي امريت له لوري مقام ګټوونکې لوبډلې او پياوړي لوبغاړي په ورزشي ډاليو ونازول.
