ننګرهار؛ د روداتو ولسوالۍ د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۹:۴۰
ننګرهار؛ د روداتو ولسوالۍ د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د روداتو ولسوالۍ په جلګې سيمه کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د صفي الله ملنګ لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.

د‌ دغو سياليو پایلوبه د صفي الله ملنګ او املوکي بازانو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، د لوبې پچه د املوکې بازانو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۰۳ منډې هدف کېښود، بل لوري ته صفي الله ملنګ لوبډلې ياد هدف د لوبې په شپږم اور کې پوره او د يادو سياليو بريا يې په خپل نوم کړه.

د یادونې وړ ده چې یادو سیالیو ۱۶ ورځې دوام وکړو او وړمه ورځې پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

BACK TO NEWS