پکتیکا؛ د سروضې ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي ياران لوبډلې خپله کړه
د پکتیکا ولایت د سروضې ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو اتلولي یاران لوبډلې خپله کړه.
دغو سیالیو دوه ورځي دوام وکړ او په پایلوبه کې یاران لوبډلې خپلې سیالې زاولو لوبډلې ته د ۲-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې د دغو سياليو موخه د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح رامنځته کول وو او په پای کې اتلې لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
