پنجشېر؛ د فوټبال "اخوت جام" سياليو پر دوام نن شنبه دوې لوبې وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۱ - ۱۶:۲۹
پنجشېر؛ د فوټبال "اخوت جام" سياليو پر دوام نن شنبه دوې لوبې وشوې

د پنجشېر ولایت په کوربتوب د "اخوت جام" فوټبال سياليو پر دوام نن شنبه د زمري په ٢١نېټه دوې لوبې وشوې.

په لومړۍ لوبه کې د جوانان اميد غزنه او اتحاد پروان لوبډلې سره ولوبېدلې، چې د جوانان اميد غزنه لوبډلې د هجت الله له غوره لوبي سره د ٢-١ ګولونو په توپير اتحاد پروان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په لومړۍ لوبه کې له اميد غزنه لوبډلې څخه حجت الله غزنوي د دوو ګولونو په وهلو سره غوره لوبغاړى شو او د اتحاد پروان له لوبډلې څخه عبدالغفور يو ګول ترسره کړ.

همداراز په دويمه لوبه کې بيا د اتفاق بلخ او اتفاق خانزاده کندهار لوبډلې سره مخ شوې، دغه لوبه له ٠-٠ پايلي سره مساوي پاى ته ورسېده.

په دویمه لوبه کې د بلخ لوبډلې ګول ساتونکى ميلاد مجيدي غوره لوبغاړى شو.

د پنجشېر ولایت په کوربتوب د فوټبال دغه سيالۍ، چې تېره ورځ د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست د رهبري له لوري رسما پرانيستل شوې، متحد افغان کابل، صرافان هرات، جوانان اميد غزنه، خانزاده کندهار، اتحاد پنجشېر، اتحاد پروان، بريال خوست او اتفاق بلخ لوبډلې ګډون لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS