زابل؛ په مرکز قلات کې د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د پاور لفټېنک او فیټنس نندارې ترسړه شوې
د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د ځوانانو د پاورلفټينګ او فيټنس په کلب کې د ۱۷ ورزشکارانو له لوري ورزشي نندارې ترسره شوې.
په همدې موخه په جوړو شويو مراسمو کې د ياد ولايت ورزشي مسوولينو، ورزشکارانو او ګڼو نندارچيانو ګډون کړی و.
هېره دې نه وي چې د دغو ورزشي نندارو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول وو او په پای کې د پاور لفټېنګ شپږو مربيانو ته د مربي ګيرۍ جوازنو او ستاينليکونه ورکړل شول.
