میدان وردګ؛ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د قاضي شریف لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او چک ولسوالۍ ورزشي کمېټې په ګډه همغږۍ د یادې ولسوالۍ په مانکي کلي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي قاضي شریف لوبډلې خپله کړه.
د دغو سیالیو پایلوبې ته د قاضي شریف او حبیب غیرت لوبډلو لار موندلې وه، لومړۍ پاڼۍ حبیب غیرت لوبډلې ولوبوله او په ټاکلو ۱۰ اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته ۹۷ منډې هدف کېښود، بل لوري ته قاضي شریف لوبډلې یاد هدف د لوبې په نهم اور کې د پنځو لوبغاړو په زیان پوره کړ او د یادو سیالیو اتلولي یې وګټله.
هېره دې نه وي، چې د دغو سیالیو په پای کې لومړي او دویم مقام ګټونکو لوبډلو ته کپونه ورکړل شول.
