لوګر؛ د شیران سنګ شکن لوبډلې د عصرنوین کلب فوټسال جام سیالیو اتلولي وګټله
د فوټسال دا سيالۍ، چې څه باندې دوه مياشتې وړاندې د لوګر ولايت په لودين ورزشي جمنازيوم کې د ١۲ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، پرون د شېران سنګ شکن لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
د دې سیالیو په پایلوبه کې د شیران سنګ شیکن او جوانان لوګر لوبډلو سره سیالي وکړه او په پایله کې د ۲/۳ ګولونو په توپير د شیران سنګ شیکن لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
روح الله (حلیمي) د دې سیالیو غوره لوبغاړی، مبین (حیدري) غوره ګول وهونکی او باسط (حیدري) د دې سیالۍ غوره دروازه ساتونکی وبلل شو.
