د هنري جمناستیک د اصولو او مقرراتو دوه ورځنی سمینار پای ته ورسېد

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۹:۱۱
د هنري جمناستیک د اصولو او مقرراتو دوه ورځنی سمینار پای ته ورسېد

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند جمناستيک فدراسیون له لوري د هنري جمناستیک ٣٥ لوبڅارانو او روزونکو ته د همدې څانګې د اصولو او مقرراتو اړوند سمینار ورکړل شو.

په همدې موخه په جوړو شوو مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالودود حقاني، د همدې ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس الله محمد اتل مشواڼي، ورزشي مشاورینو، د جمناستیک فدراسیون مسوولینو، لوبڅارانو او روزونکو ګډون کړی و.

په پیل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالودود حقاني ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه زیاته یې کړه: جمناستیک د ټولو ورزشونو مالګه ده او ټول ورزشونه په جمناستیک ښکلي دي، دغه سمینار چې د همدې ارزښتمن ورزش اړوند ترسره شوی، هیله لرم چې لوبڅارانو او روزونکو بشپړ معلومات ترلاسه کړي وي او پر مټ یې یادې برخې ته نور قوت هم وروبښي.

ورپسې د جمناستیک فني معاون محمد فهیم قیومي د جمناستیک اړوند د شته ستونزو پر اړه خبرې وکړې زیاته یې کړه: په تېرو دوو وروستیو کلونو کې منو چې ورزش په چټکۍ سره وده کړې او لا هم د ودې په حال کې دی؛ خو د جمناستیک په برخه کې شته ستونزې لاهم موجودې دي چې له جملې یې د جمناستیکي ورزشونو لپاره د یوه ځانکړي جمنازیوم نشتون دی، ده غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې ورسره باید همکاري وشي.

هېره دې نه وي چې د یاد سمینار په پای کې لوبڅارانو او روزونکو ته ستاینلیکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ شپنۍ سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په شېرخان بندر سيمه کې له پنځو ولايتونو ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د غزني مرکز کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت له مرکز او ولسواليو څخه د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې، چې يوه اوونۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

کندز؛ امـام صاحب ولسوالۍ کې د فوټسال الـف ليگ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال الف ليگ گروپي سیالۍ د اتحاد سرقطغن. . .

BACK TO NEWS