پکتیکا؛ په مرکز ښرنه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۱۱:۷
پکتیکا؛ په مرکز ښرنه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او فوټبال فدراسیون له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د نشه یي موادو په ضد د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د یوسف خېلو ولسوالۍ د مشخېلو کلي او سروضې ولسوالۍ د سلطانو کلي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې مشخېلو لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲-۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې په دغو سیالیو کې د پکتیکا ولایت پر مرکز او ولسوالیو سربېره د پکتیا او غزني ولایت لوبډلو هم ګډون کړی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS