پکتیکا؛ په مرکز ښرنه کې د ۱۲ دیني مدرسو د والیبال لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په امام ابوحنیفه مدرسه کې د ۱۲ مدرسو د والیبال لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو اتلولي د نورالمدارس لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
دغو سیالیو ۸ ورځې دوام وکړ او په پایلوبه کې نورالمدارس لوبډلې خپلې سیالې د یحی خېلو ولسوالۍ شمس المدارس لوبډلې ته د ۲-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
باید یادونه وشي چې د یادو سیایلو موخه نړیوالو ته د امن غږ رسول وو.
هېره دې نه وي چې په پای کې غوره لوبډلو ته د ورزشي امریت د مسوولینو له لوري چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
