د پکتیا ولایت د پانکریشن ۱۲ کسیزه منتخبه لوبډله وټاکل شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۷ - ۱۱:۳۰
د پکتیا ولایت د پانکریشن ۱۲ کسیزه منتخبه لوبډله وټاکل شوه

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او پانکریشن فدراسیون له لوري د ۴۸ ورزشکارانو ترمنځ له سیالیو وروسته د پانکریشن ۱۲ کسیزه لوبډله و ټاکل شوه.

دغه سیالۍ چې د پکتیا پوهنتون په ورزشي جمنازیوم کې ترسره شوې پکې د یاد ولایت ورزشي مسولینو، د مختلفو ورزشي رشتو استازو، ورزشکارانو او د ورزش مینوالو ګډون کړی و.

د دغو سیالیو په پای کې اول او دویم مقام ګټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او د قهرمانۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۷
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ د پکتیا ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۶
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تنګي ځواک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۵۵
Background image

سراج الدین خطیبي د مخکښانو پهلواني نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه اردن ته ولاړ

د پهلواني پخوانی او مخکښ افغان لوبغاړی او په ایران کې د افغان مهاجرینو لوبغاړو لپاره د پهلواني ملي فدراسیون استازی سراج الدین خطیبي د پهلواني مخکښانو (پیشکسوتانو) نړۍوالو سیالیو کې د. . .

BACK TO NEWS